د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ٢٢مې نېټې په يوې خبري غونډې کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې د هغه قضاوت هرکلی وکړ، چې د امريکا کړنې یې د یاد سازمان له اصولو سره په ټکر کې بللې دي.
امریکا دغه هېواد ته د هانکانګ پر صادرېدونکو محصولاتو د اصلي توليدونکي ځای د نښې کولو اقدامات نيولي دي.
ماو نينګ وويل، چې د هانکانګ ګمرکي سيمه د چين مرکزي حکومت په منظورۍ جوړه شوې او د اړوند قانونلخوا تائيد شوې ده.
نوموړې له امریکا څخه غوښتي، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې قضاوت ته درناوی وکړي، د خپلو ناسمو کړنو د سمولو لپاره دې واقعي ګامونه پورته کړي، د سوداګرۍ نړیوال سازمان په مرکزیت د څو اړخیز سوداګریز سیسټم ساتنه دې وکړي او د نړیوالې سوداګرۍ عادي نظم دې وساتي.