د اسرائيل د ليکود مشر بنجامين نېتانياهو د ډسمبر په ۲۱مې نېټې د نوې کابينې د جوړولو اعلان کړی دی.
نوموړي د ډسمبر د ۲۱مې نېټې په شپه پر ټولنيزو رسنيو له خپلو ملاتړو او رايې ورکوونکو څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې د ده په مشرۍ نوی حکومت به د اسرائيل د ټولو خلکو د ښه خدمت لپاره هڅې وکړي.
د اسرائيل د نوې دورې حکومت له ۶ سياسي ګوندونو جوړ شوی دی او نېتانياهو يې د صدراعظمۍ دنده پر غاړه لري.