وانګ يي له امريکايي سیال انټوني بلینکن سره ټلیفونې خبرې وکړې
CMG2022/12/23 15:19:15
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بېرو او د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره ټليفونې خبرې کړې دي.

وانګ يي له خپل امريکايي سیال سره په خبرو کې د چين او امريکې د مشرانو هغې لېدنې ته، چې تېره میاشت يې د مالیزیا په بالي ټاپو کې سره وکتل، اشاره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر جو بايډن په يادې کتنې کې هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه به له ستونزو څخه اوباسي او اصلي مدار ته د خپلمنځي اړيکو د بېرته راستنېدو لپاره به هڅې کوي.

دواړو مشرانو په یادې لېدنې کې د نظريو ژورې تبادلې وکړې او ټولې نړۍ ته یې د پرمختګ ثابته نښه ورکړه.

 وانګ يي په خپلو خبرو کې په ټینګار ویلي، چې چين او امریکا باید د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظریې په واقعي تګلارو او فعاليتونو بدلې کړي.

انټوني بلينکن په خپلو خبرو کې ویلي، چې امريکا غواړي له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د لارښوونې د اصل له مخې بحث وکړي، خپلمنځي اړيکې اداره کړي او په هغو برخو کې چې ګټې یې دواړو هېوادونو ته رسیږی، پياوړې همکارۍ وکړي.

بلينکن يو ځل بیا پر دې ټينګار کړی، چې هېواد یې د يو چين د پيژندنې پر اصل ټینګار لري او د تايوان د خپلواکۍ پلوي نه کوي.

دواړو خواوو د اوکراين د مسئلې په هکله هم د نظريو تبادله کړې ده. وانګ يي ويلي، چې چين تل د سولې ترڅنګ ولاړ دی او د ملګرو ملتونو د منشور تر چتر لاندې او د نړيوالې ټولنې په همغږۍ د خبرو اترو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین به د اوکراين کړکېچ په هواري کې خپل رغنده رول ولوبوي.