شي جين پينګ او د نوي زيلېنډ عمومي والۍ يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2022/12/23 12:34:14
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د نوي زيلېنډ والۍ سیندي کيرو د ډسمبر په ٢٢مې نېټې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې د نمانځنې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

 شي جين پينګ په خپل پيغام کې چين او نوي زيلېنډ د يو بل مهم همکاران بللي او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو حکومتونو په بېلا بېلو برخو کې خپلو خلکو ته ګټې رسولي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. 

نوموړي ويلي، چې هغه د چين او نوي زيلېنډ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او زیاته کړې یې ده، چې هغه به د نوي زيلېنډ له عمومي والي سیندي کيرو سره په ګډه کار وکړي او د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکېهمکارۍ به پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ښه ګټې ورسوي.

سیندي کيرو په خپل پيغام کې د نوي زيلېنډ او چین اړیکې د خپل هېواد لپاره تر ټولو مهمې یادې کړي او ويلي یې دي، چې نوي زيلېنډ او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسو کالونو په درشل کې دوه اړخيزې اړيکې ډېرې ټینګې کړي او ستر برياليتوبونه یې تر لاسه کړي دي. 

سيندي کیرو په پیغام کې زیاته کړې، چې هغه د نوي زيلېنډ او چين ترمنځ اړيکو او د تګ راتګ اوږد تاريخ ته یې په درنه سترګه ګوري او غواړي همکارۍ یې نورې هم پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو او ټولې نړۍ ته ګټې ورسوي.

 د چین صدراعظم لي که چيانګ او د نوي زيلېنډ صدراعظمې جاسیندا اردرن هم په همدې ورځ د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتيکو اړيکو د پنځوسمې کاليزې د نمانځنې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.