امريکا باید سمدلاسه خپله غلطه کړنه بنده کړي
CMG2022/12/24 17:16:02
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د ډسمبر په ۲۴مه نېته د ۲۰۲۳م مالي کال د ملي دفاع مسوده تصويب  کړې، چې پکې ګڼ شمېر د چين ضد مادې موجودې دي د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چین د امریکا له يادې کړنې سره کلک مخالفت کوي.

امريکا په ياده مسوده کې چين په ګواښ ګڼي، د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د چين پر کمونېست ګوند تور لګوي. د امریکا داسې کړنه د چين لپاره کلک سياسي لمسون دی.

په ياده مسوده کې د چين د تايوان په اړه ګڼ شمېر منفي مادې شته، چې د یو چين اصل او د چين او امريکا د درېو ګډو اعلاميو څخه سرغړونه ده او د تايوان  سولې او ثبات ته سخت زيانونه رسوي. تايوان د چين دی او هیڅ واک نه شی کولی، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي امريکا باید سمدلاسه خپله غلطه کړنه بنده کړي.