شي جين پينګ له هه يي چنګ سره وکتل
CMG2022/12/24 11:56:51
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر د ۲۳مې نېټې په ماسپښين په بېجینګ کې د مکاو د ځانګړې اداري سيمې له اجرائيه رئيس هه يي چنګ سره وکتل او د ماکاو د اوسنيو حالاتو په اړه يې د هغه راپور واورېد.

شي جين پينګ وويل، سږ کال اجرائيه رئيس هه يي چنګ د مکاو ځانګړې اداري سيمې د حکومت مشري وکړه، چې ثابته حکومتداري یې پلې کړې او د ټولنې د ثابت حالت د  ساتلو لپاره يې ډېر کارونه کړي دي. د چین مرکزي حکومت په بشپړ ډول د اجرائيه رییس هه يي چنګ او د مکاو ځانګړې اداري سیمې د حکومت کار تاییدوي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چین مرکزي حکومت به په پوره، دقيق او ټینګه توګه (( يو هېواد او دوه نظامونه)) پاليسي پلې او د مکاو د ځانګړې اداري سيمې بشپړ ملاتړ به وکړي، چې له خپلو ځانګړتياوو ګټې پورته کړي او د ((يوه هېواد او دوو نظامونو)) پاليسۍ په پلي کولو کې نوی پرمختګونه ومومي، تر څو په هراړخیزه توګه د یو پیاوړي عصري سوسیالیستي هیواد د ابادۍ لپاره لا ستر خدمتونه وکړي.