د چين د سوداګرۍ وزارت د ډسمبر په ۲۳مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې دغه هېواد د سږکال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د ۱۱۵۶ميليارډو او ۹۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۹ سلنه زياتې شوي دي.
د دې شمېرو له مخې، خدمتي صنعت د ۸۴۲ ميليارډو او ۶۱۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولې، چې ۰.۹ سلنه زياتوالی ښيي. د دې تر څنګ، د لوړ تخنيک صنعت په برخه کې کارول شوې بهرنۍ پانګې ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښيي، چې پکې د لوړ تخنيک توليدي صنعت ۵۸.۸ سلنه او د لوړ تخنيک خدمتي صنعت ۲۳.۵ سلنه زيات شوی دی.
په چين کې د کوریا جمهوريت، جرمني، بريتانيا او جاپان لخوا اچول شوې پانګې په جلا جلا توګه ۱۲۲.۱ سلنه، ۵۲.۶ سلنه، ۳۳.۱ سلنه او ۲۶.۶ سلنه زياتوالی ښيي.