شي جين پينګ له لي جيا چاو سره وکتل
CMG2022/12/24 11:53:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر د ۲۳مې نېټې په ماسپښين په بېجینګ کې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې له اجرائيه رئيس لي جيا چاو سره وکتل او د هانکانګ د اوسنيو حالاتو او د کار په اړه يې د هغه راپور واورېد.  

شي جين پينګ وويل، لي جيا چاو د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د اجرائيه رئيس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د بېلا بېلو ټولنو د متحد کولو، ملي امنيت ساتلو، اقتصادي خوځنده ځواک د بیارغونې  او د خلکو اندېښنو ته په فعاله توګه ځواب ورکولو لپاره غوره کارونه تر سره کړي دي. 

ده زیاته کړه، چې نوموړي په جدي توګه د چين د کمونست ګوند د شلم ملي کانګرس روحيه زده کړې او پلې کړې، چې د هانکانګیانو له خوا د هانکانګ د اداري کولو نوې بڼه رامنځته شوې. هانکانګ په ثابته توګه د يو هېواد، ۲ نظامونو پر سمې لارې پرمختګ کوي. د چین مرکزي حکومت په بشپړه توګه د اجرائيه رئيس لي جيا چاو او د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د حکومت د کارونو ستاينه کوي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چین مرکزي حکومت به په پوره، دقيقه اوټینګه توګه د ((يو هېواد او دوه نظامونو)) تګلاره پلې کړي، په بشپړ ډول به له قانون سره سم د اجراييه رئيس او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د حکومت له تګلارو څخه ملاتړ وکړي.