د روسيې د دفاع وزارت د دسمبر په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ، چې د ۶۷۷ ډول د نوي ډيزلي بريښنايي اوبتل د کارولو مراسم په همدې ورځ په سنټ پيټرزبورګ کې تر سره شول.
د یاد اوبتل د جوړولو کار د ۲۰۱۵م کال په مارچ کې پیل شو او وروسته د "سینټ پیټرزبورګ"په نوم د اوبتلد عملیاتي تجربې پر اساس يې د کنټرول سیستم، برېښنایي اېجن او لارښوونکی سیسټم اصلاح شوي دي.
د ۶۷۷ ډول اوبتل د روسیې د څلورم نسل اوبتل سره تړاو لري، چې د جنګي توان او نورو تخنیکونو له مخې د روسیې تر ټولو پرمختللی اوبتل ګڼل کیږي.