چین مېډيا ګروپ د ډسمبر په ۲۳ مه نېټه د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين د لسو لويو ساینسي او تخنيکي خبرونو ليست خپور کړ. دغه لس خبرونه په لاندې ډول دي:
د چين د ملي فضايي لابراتوار چوکاټ رسماً جوړ شو.
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره څېړل شوي دوه سوه عصري تخنيکونه کارول او مروج شوي دي.
چيني ساينسپوهانو د پروټين د جوړښت د ډيزاينولو نوې لارې چارې پيدا کړې.
چين د سمندري اوبو د څپو له انرژۍ په ګټې اخيستنې د نړۍ لومړی لوی برېښناکوټ جوړ او فعال کړ.
چيني ساينسپوهانو د ايوريسټ غره په څوکه کې د هوا پېژندنې سټېشن جوړ کړ.
چيني ساينسپوهانو د ورېښمو چينجي د جين د بدلون نقشه وارزوه.
چيني ساينسپوهان پر انسانانو د کبانو د بدلون په علمي څېړنه کې لاسته راوړنې لري.
چيني ساينس پوهانو په لومړي ځل په سپوږمۍ کې د چانګ عه په نوم يو ډول نوې ډبره پيدا کړه.
چيني ساينسپوهانو د لمر د علمي څېړنې نوې زمانه پرانيسته.
د چين د جو رونګ نمبر په نوم د مريخ علمي دستګاه په مريخ کې د اوبو نښه پیدا کړه.