د ازبکستان ولسمشر شافکات ميرومونويچ ميرزيويف د ډسمبر په ۲۲مه نېټه د قزاقستان له ولسمشر قسيم جومارت توکايف سره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دواړو هېوادونو د پولې د ټاکنې تړون لاسليک کړ.
د قزاقستان ولسمشر قسيم جومارت توکايف د ډسمبر له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې له ازبکستان څخه رسمي ليدنه وکړه. د پولې د ټاکنې تر څنګ، د دواړو هېوادونو حکومتي، وزارتي او لويو تصديو د راتلونکو همکاریو لپاره ۱۵ اسناد لاسليک کړل.
د یادولو ده، چې د قزاقستان او ازبکستان ترمنځ پوله له ۲۱۰۰ کیلومترو څخه زياته ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د ټاکنې مذاکرات په ۲۰۰۳م کال پيل شوي وو. د ياد تړون په لاسليک سره به د دواړو هېوادونو پوله پوره وټاکل شي.