په نړۍ کې څه تېریږي؟
CMG2022/12/24 11:52:17
شريکول:

په ۲۰۲۲م کال کې په اروپا کې په اقتصاد باندې د کرونا وبا اغېزه لاهم نه ده ختمه شوې  او د روسیې او اوکراین تر منځ شخړه دوام لري. جګړو او شخړو خلک له نه ختمېدونکو  کړاو سره مخ کړي، ټولنیز پرمختګ یې ورو کړی او په ټوله نړۍ کې یې د بحرانونو لړۍ پیل کړې ده.

روسیه او اوکراین په نړۍ کې د غلو دانو د تولیداتو او صادراتو لوی هېوادونه  دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې د دې لامل شوې، چې په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې شي او د وبا او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره له ۲۰۰۸م کال راهیسې د خوراکي توکو تر ټولو سخت بحران رامنځته  شي. د ۳۴۵ میلیونو خلکو ژوند له ګواښونو سره مخامخ دی، خو د جګړې اورونه لا هم  بل دي او د غلودانو بحران لا هم په شدت روان دی.

د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې د نورډ سټريم ۱ او ۲ نل ليکو د طبيعي ګازو د ليک کېدو پېښه رامنځته  شوه. د دې پېښې طرح کوونکی څوک دی؟  د طبيعي ګازو د عرضې د کمښت له امله په ځينو اروپايي هېوادونو کې د برېښنا بيې په روان کال کې لس برابره لوړې شوې دي، چې په پایله کې یې د تولید په لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون  ویلي، چې په اروپا کې بډایه دوره پای ته رسیدلې ده.

موږ باید د مخ په زیاتېدونکي بحران  په وړاندې څه وکړو؟  ایا دا د سوله ییزو خبرو اترو هڅول دي،  که د اور بلول؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، چې امریکا له اوکراین سره شاوخوا ۲۱،۹ ملیارډه ډالره نظامي مرسته کړې. له امریکا څخه اروپا ته د وسلو پرله پسې لېږد د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې اور بل کړی او البته د امریکا د وسلو پلورونکو ته یې ډېرې  ګټې رسولې دي. 

چين او د نړۍ زياتو سوله خوښو هېوادونو د همکارۍ لاره غوره کړه. د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، د سيمه ييز هراړخيز اقتصادي همکاریزو اړیکو تړون  (RCEP) په رسمي توګه نافذ شو، د جنوب ختیځې اسیایي ټولنې د ۱۰غړو هېوادونو، چين، جاپان، کوريا جمهوریت، استراليا او نيوزيلنډ په شمول د ازادې سوداګرۍ سيمې د ۱۵غړو هېوادونو د خلکو ترمنځ سوداګري او تګ راتګ لاډېر اسانه او نژدې شوی دی.  

د RCEP غړو هېوادونو کې پرمختللي هېوادونه،مخ پر ودې هوادونه او ډېر وروسته پاتې هېوادونه شامل دي، هر هېواد مختلف توکمونه او مذهبونه او مختلف کلتوري ارزښتونه لري او د ځینو هېوادونو تر منځ لاهم لوی سیاسي توپیرونه شتون لري، خو دا د دوی د توپیرونو د لرې کولو مخه نه نیسي، بلکې دوی د ګډې سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار کوي.

په دې وروستیو کې په نړۍ کې د  5Gاو ډیجیټلي ټیکنالوژۍ پرمختګ د ټولو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره زمینه برابره کړې ده. د چین د هوا وې او نورو نړیوالو شرکتونو په مرسته، جنوبي افریقا، زیمبابوې، زامبیا او نایجریا په جلا جلا توګه د 5G  سوداګریزې شبکې په لاره اچولې دي او د خلکو د ژوند کیفیت یې لوړ کړی دی.

ورخلاصون، همکاري او زغم د اوسنۍ زمانې نه بدلیدونکی تمایل ګرځیدلی دی. د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې ابادۍ د ټولې نړۍ ګډه هیله ده.  یوازې په دې ډول بې پیلوټه الوتکې د خلکو د هوساینې لپاره کارول کېدای شي، نه د وژنې وسلې  او یوازې په دې توګه انسانان کولی شي چې له ډېرو بحرانونو او ننګونو سره په مقابله کې بریالي شي او په زړورتیا سره پرمخ لاړ شي.