د ترکيې تقاعد شوی پوځي جنرال : ډېر امکان لري چې نارډ سټريم امريکې تخريب کړی وي
CMG2022/12/24 12:21:51
شريکول:

د نارډ سټريم طبيعي ګازو د پايپ لين له تخريبېدو وروسته، ډېرو لوېديځو هېوادونو د دې پېښې مسئوليت پر روسيې اچولی دی. د ترکيې د سمندري پوځ تقاعد شوي لوی جنرال دانيز کوتلوک له سي اېم جي سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل ، چې د امریکا په مشرۍ ځينې لويديځ هېوادونه د نارډ سټريم د تحريبولو په پېښه کې تر ټولو لوی شکمن لوری دی.

نوموړي وويل، مونږ اوس هم نه پوهېږو، چې دغه کار چا کړی دی، خو د پخواني روم يوه اصطلاح ده، چې وايي څوک چې په پېښې کې ګټې اخيستونکی وي، په پېښې کې د پردې ترشا لوی لاس لرونکی هم وي. له شک پرته امریکا د نارډ سټريم د تخريب له پېښې څخه ګټې اخيستې دي.

همداراز نوموړي زياته کړه، چې د نارډ سټريم پايپ لين تخريب کوونکي عادي هېوادونه نه دي، ځکه د دې پايپ لين تخريبول ډېرو ځانګړو عصري تخنيکونو ته اړتیا لري.