د چين استازی: د اټومي انرژۍ نړیواله ايجنسي د بوديجې سالم سيستم ته اړتيا لري
CMG2022/12/24 13:45:58
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ځانګړې شورا د ډسمبر په ۲۳مه نېټه د ۲۰۲۳م کال د بوديجې د تعديل مسوده تصويب کړه، چې پکې د چين څلور وړانديزونه په نظر کې نيول شوي دي. په ويانا کې په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي وانګ چون د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په خپله وينا کې وویل، چې دغه ځل د بوديجې د  تصویب په بهير کې د مقرراتو اهميت په ډاګه شوی دی. چين هيله لري، چې نړيوال مقررات مهم ځای ونيسي او په راتلونکي‌ کې د یادې نړيوالې ايجنسۍ په سيستم کې مهم رول ولوبوي.  

نوموړي وویل، چې يو غښتلی سازمان د بوديجې سالم سيستم ته اړتيا لري. چين د اټومي‌ انرژۍ نړيواې ايجنسۍ د غړيتوب فيس دوهم لوی ورکوونکی او د تخنيکي همکارۍ صندوق دوهم لوی برابروونکی هېواد دی. چين تل په پوره توګه د غړيتوب فيس او د تخنيکي همکارۍ صندوق فيس ورکوي او د بوديجې تر څنګ  په لویه کچه سرچينې او مادي بسپنه برابروي. 

ده زیاته کړه، چې اوس نړیوال اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ دی او چين غواړي له بېلابېلو خواوو سره د اټومي‌ انرژۍ نړيوال سازمان له سکرتريت څخه ملاتړ وکړي، څو د اوسنيو مقرراتو له مخې خپل مسئوليت اداء کړي او د سولې او پرمختګ لپاره د اټومي انرژۍ د استعمال لپاره فعال  خدمتونه تر سره کړي .