د امریکا د کالیفورنيا پوهنتون د سان فرانسيسکو فرعي څانګې يوه سروې خپره کړې، چې له مخې يې په امریکا کې د يوه زندان زرګونه بنديان د طبي ازموينو لپاره کارول شوي او هغوی ته د حشره وژونکي او واښه له منځه وړونکي مواد ترزیق شوي دي.
سي اېن اېن د ډسمبر په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ،چې د کاليفورنيا پوهنتون د پوستکو ناروغيو دوو طبپوهانو د تېرې پېړۍ له ۶ مې تر ۷ مې لسیزې پورې سان فرانسيسکو ته نږدې يوه زندان کې د ۲۶۰۰ بنديانو پر بدنونو لسګونه بې اخلاقه طبي ازموينې ترسره کړې دي.
په ياد راپور کې د کالیفورنيا پوهنتون د سان فرانسيسکو فرعي څانګې د ۱۹۷۷م کال د يوې ليکنې په قول ويل شوي، چې ازمويل شويو بنديانو په خپله خوښه په ازموينو کې ګډون کړی و او هر بندي په هره مياشت کې ۳۰ ډالره ترلاسه کړي وو، چې دا تر ټولو زیات عایدات وو.