امریکا د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د ۲۰۲۳م مالي کال د ملي دفاع مسوده تصويب کړه. د چين د ملي ولسي کانګريس د بهرنيو چارو کميټې وياند يو ون ځه په دې اړه خبرې وکړې.
نوموړي ويلي، چې د امريکا په ياده مسوده کې ډېرې مادې د چين ضد دي. امریکا په دې مسوده کې د تايوان، هانکانګ او شينجيانګ په چارو کې سياسی چلند شاملوي، د چين د پرمختګ پر لار بې بنسټه تور لګوي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، چې د چين ملي حاکميت او د پرمختګ ګټو ته سخت زيانونه رسوي. چين له دې سره کلک مخالفت کوي.
نوموړي زیاته کړې، هغه کړنه، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه غواړي او د چين ګټو ته زيانونه رسوي، د چين له ځوابي اقدام سره به مخ شي.