وانګ يي د ۲۰۲۲م کال د نړيوالو حالاتو او د چين د ډيپلوماټيکو چارو په څېړنيزه غونډه کې ګډون او وينا وکړه
CMG2022/12/25 12:30:14
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۲۵مه نېټه په انلاين ډول د ۲۰۲۲م کال د نړيوالو حالاتو او د چين د ډيپلوماټيکو چارو په څېړنيزه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي وويل، سږ کال د چين ډيپلوماټيکو چارو د ولسمشر د ډيپلوماسۍ تر لارښوونې لاندې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اساس د نړيوالې سولې او ګډ پرمختګ لپاره نوي خدمتونه کړي دي. نوموړي په اتو برخو کې د چين د ډيپلوماټيکو چارو لاسته راوړنې بيان کړې.

۱. د چين د دولت رئيس ډيپلوماټيک سفرونه او تګ راتګ ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

۲. چين د مختلفو ډلو له مبارزې او زيرو سم لوبې (zero-sum game)سره مخالفت کوي او له لويو هېوادونو سره يې د اړيکو ثبات ساتلی.

۳. چين د اسيا د ثبات او سمسورتيا او له شاوخوا هېوادونو سره د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کړي دي.

۴. چين له پرمختيايي هېوادونو سره يووالی ساتلی او ورسره يې رښتينیې همکارۍ کړې.

۵. چين د نړيوالو ننګونو ضد مبارزه کې رغنده رول لوبولی او د يو لوی هېواد په توګه يې خپل مسئوليت ادا کړی دی.

۶. چين له سلطه ګرو او بادارۍ غوښتوونکو څخه نه ويريږي او خپلې اصلي او مهمې ګټې يې خوندي ساتلې دي.

۷. چين د ورخلاصون او همکاريو نوي ګامونه پورته کړي او د نړيوال اقتصاد احيا لپاره يې مهم فرصت برابر کړی.

۸. چين په ډيپلوماټيکو چارو کې د خلکو لپاره د خدمت کولو پر مفکورې ټينګار کړی.