د چين کليوالي کاري غونډه د دسمبر له ٢٣مې نېټې څخه تر ٢٤مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه او د پياوړي کرنيز هېواد د جوړولو، د کرنې او کليوالو سيمو د عصري کېدو بهیر د چټکتيا او په هراړخیزه توګه د کليو د سمسورتيا لپاره کارونه پلان شوي دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې يو پياوړی کرنيز هېواد د عصري سوسياليستي هېواد بنسټ دی. د ښه ژوند لپاره د چینایانو د اړتیاوو پوره کول، د لوړ کيفيت پرمختګ کول او د ملي امنيت د بنسټ پياوړتيا له کرنيز پرمختګ څخه بېلېدای نه شي.
شي جين پينګ وویل، د خوراکي توکو او د مهمو کرنيزو محصولاتو د عرضې ثابات او تامينېدل تل د يو پياوړي کرنيز هېواد د جوړولو لومړيتوب دی. دا اړینه ده چې د غلو دانو د تولید ظرفیت د لوړتیا د عملونو نوی پړاو پلی کړي او د دې لپاره ژر تر ژره پلانونه جوړ کړي.