د روسيې ملي دفاع وزارت: په اوکراين کې د پوځي بيولوژيکي څېړنې پروګرام د امریکا له استخباراتي ادارې او درملو تصديو سره تړاو لري
CMG2022/12/25 14:04:42
شريکول:

د روسيې د ملي دفاع وزارت ويبسايټ د ډسمبر په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د روسيې د وړانګو، کيمياوي او بيولوژيکي دفاعي ځواک قوماندان کيريلوف په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې په اوکراين کې د امريکا د پوځي بيولوژيکي څېړنې پروګرام يو شمېر کليدي شخصيتونه په ډاګه کړي، چې د امریکا له استخباراتي ادارې او درملو له تصديو سره اړیکه لري.

نوموړي ويلي، د روسيې د ملي دفاع وزارت په اوکراين کې د پوځي بيولوژيکي‌ څېړنې پروګرام د ټولو کليدي شخصيتونو لېست لري.

د روسيې د ملي دفاع وزارت د راپور له مخې، د اوکراين د ميتچنيکوف د طاعون ضد څېړنيز سازمان، د وترنرۍ څېړنيز سازمان او د لويف د وبايي ناروغيو او روغتيا څېړنيز سازمان د امریکا د پوځي بيولوژيکي څېړنې پروګرام پلي کوونکي دي.

خبر وايي، چې امريکا اوس په اوکراين کې د پوځي بیولوژيکي څېړنې پروګرام پاتې برخې منځنۍ اسيا او ختيځې اروپا ته انتقالوي، او غواړي‌ د افريقا او د اسيا او ارام سمندر سيمې له هېوادونو سره په ورته پروګرامونو کې همکارۍ پراخې کړي.