کرنه د پياوړي هېواد جوړېدو بنسټ دی
CMG2022/12/25 13:24:39
شريکول:

د چين د کليوالو چارو کاري غونډه د ډسمبر له ۲۳مې تر ۲۴ مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي وويل، چې د يوه پياوړي هېواد د ابادۍ لپاره بايد لومړی کرنه پياوړې شي او همدا د يوه پياوړي هېواد بنسټ دی.

شي جين پينګ په ۲۰۲۲م کال کې ډېر ځلې د کرنیزو ځمکو او پټیو څخه ليدنې وکړې. هغه د غلو دانو حاصلاتو، د کليوالو سيمو صنعتي پرمختګ او د بزګرانو عايداتو ته ډېره پاملرنه لري.

شي جين پينګ د سږ کال د جون په ۸مه نېټه د چين په جنوب لوېديځ کې د سه چوان ولايت له يونګ فنګ کلي څخه ليدنه وکړه. نوموړي د شولو په يوه پتي کې له نژدې د شولو بوټي ولیدل او د سه چوان د کرهنيزو چارو پوهنتون له پروفیسور څخه يې د شولو د کښتونو د څرنګوالي پوښتنه وکړه.

دغه کرونده په يونګ فنګ کلي کې د لوړ معيار د شولو کرلو مرکز او هم په سه چوان ولايت کې د شولو د نويو ډولونو او تخنيکونو تر ټولو لوی ازمويښتي مرکز دی. د شولو څه باندې ۱۰۰ ډولونه په دغه کرونده کې روزل کېږي او ورڅخه به د ښو حاصلاتو لپاره مناسب ډولونه انتخاب شي.

شي جين پينګ د دغې ليدنې په ترڅ کې پردې ټيڼګار وکړ چې د کرنې عصري کېدل نه يوازې د کرنې پر پوهانو، بلکې پر بزګرانو تکيه کوي. عصري کرهنيز تخنيکونه بايد په پراخه توګه بزګرانو ته وروپېژندل شي او اړوندې روزنې بايد پياوړې شي، تر‌ څو د زرغون پرمختګ، ايکولوژيکي ساتنې او لوړ موثريت کرنيزې چارې پر مخ بوزي.

شي جين پينګ په تېر اپريل کې های نان ولايت ته سفر وکړ او د دې سفر په بهیر کې يې لومړی د سان يا ښار د يا جو وان د تخمونو له لابراتوار څخه ليدنه وکړه. دغه لابراتوار په چين کې د تخمونو روزلو د تر ټولو لوی مرکز مهمه برخه ده.

شي جين پينګ په دغه ليدنه کې پر دې ټينګار وکړ، چې که چين خپل تخمونه په خپل لاس کې ټينګ وساتي، د دغه هېواد د غلودانو خونديتوب تامينولی شي.

د چين د کرنې او کليوالو چارو وزارت د تازه شمېرنې له مخې، په چين کې د هغو غلودانو د کرلو مساحت ۹۵ سلنې ته رسېدلی، چې تخمونه يې پخپله انتخاب او روزل شوي. دا په دې معنا ده، چې د چين حبوبات په عمده توګه د دغه هېواد له خپلو تخمونو څخه راغلي.

شي جين پينګ په پتيو کې نه يوازې حاصلاتو ته پاملرنه کوي، بلکې د بزګرانو ژوند ته هم پاملرنه لري.

شي جين پينګ په تېر جولای کې د شينجيانګ د اويغور له کورواکې سيمې څخه ليدنه وکړه. نوموړي په دغه ليدنه کې تورپان ښار ته لاړ او هلته يې د انګورو د روزلو صنعت په اړه معلومات تر لاسه کړل. شي جين پينګ وويل، موږ دې د کلتور او سيلانۍ د پيوستون له لارې صنعت ته پرمختګ ورکړو او په دې لاره دې بزګرو ته د شتمن کېدو زمینه برابره کړو.

د صنعت وده د کليوالې سمسورتيا مهمه موضوع بلل کېږي. د ځانګړو صنعتي چارو پرمختګ د بزګرو د عایداتو د زياتوالي کلي ده. شي جين پينګ په تېر اکتوبر کې د شاان شي ولايت د يان ان ښار له نان ګو کلي څخه ليدنه وکړه. هغه د مڼو په يوه بڼ کې د حاصلاتو، د مڼو د روزلو تخنيک، د پلور بيې او د کليوالو د عايداتو په اړه معلومات تر لاسه کړل.

په نان ګو کلي کې کلیوالو ته د مڼو په بڼونو کې ونډه ورکړل شوې ده او دغه راز کليوال يې نه يوازې له ونډو څخه ګټې اخلي، بلکې په دغو بڼونو کې د کار فرصتونه لري. د دې سيمې مڼې د چين بېلا بېلو ځايوانو ته د پلورلو لپاره انتقالېږي او هم د اندونيزيا په شمول د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ته صادر شوي.