د وینزویلا ولسمشر: چین د سولې، یووالي او همکارۍ غوښتونکي لوی هېواد په توګه نمونوي رول لوبولی
CMG2022/12/25 11:49:36
شريکول:

 

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په دې وروستیو کې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره مرکې کې وويل، د دغه هېواد خلک د چین د دولت رئیس شي جين پينګ، د دغه هېواد د ساينس پوهانو او ډاکټرانو او د چين له تصديو څخه مننه کوي، ځکه هغوی له وینزویلا سره هغه ډول مرستې کړي چې وينزويلا له بل هېواد څخه نه شي تر لاسه کولای. د کرونا وبا خپرېدو په وخت کې پر وینزویلا بندیزونه زیات شول، د امریکا حکومت د نړۍ پر درمل جوړونکو شرکتونو غږ وکړ چې پر وینزویلا هیڅ شی ونه پلوري او چین په هغه وخت کې موږ ته د مرستې لاس را کړ. چينغوره ساينس پوهان راولېږل او له موږ سره يې د وبا د وقايي او کنټرول پلان جوړ کړی، دغه پلان ډېر اغېزمن دی. بر سيره پر دې، چين زموږ لپاره درمل او د نيوکليک اسيد اړين طبي سامان الات برابر کړل. په ۲۰۲۱م کال کې په میلیونونو دوزه چیني واکسین وینزویلا ته رسېدلی. اروپايي هېوادونو په زياته اندازه درمل، ماسکونه او د نيوکليک اسيد د ازموينې کيټونه بند کړل، خو چين د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د مرستې لپاره الوتکې ولېږلې، چين د سولې، يووالي او همکارۍ غوښتونکي لوی هېواد په توګه په نړۍ کې نمونوي رول لوبولی دی.