په دې وروستيو ورځو کې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني تصدیو خونې او په روسيه کې د چین د سوداګرۍ خونې په مسکو کې «په روسيه کې د چيني تصديو د پرمختګ (۲۰۲۱ـ۲۰۲۲) راپور» خپور کړی. په روسيه کې د چین د سوداګرۍ خونې مشر جو لي چون ويلي، په روسيه کې چيني تصديو بېلابېلې ستونزې حل کړې او د دې لپاره هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دا توافق عملي کړي چې ويلي يې دي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو تبادلو کچه به ۲۰۰ ميليارډو ډالرو ته ورسوي.
د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې او د همکاريز ميکانيزم له لارې، د چين او روسيې ترمنځ سوداګريزې اړيکې دوامدار پرمختګ لري. د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د ډسمبر په ۷مه نېټه تازه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ تر نومبر پورې د چين او روسيې ترمنځ سوداګريزۍ تبادلې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زياته شوې ده او ۱۷۲ میليارډو او ۴۰۶ ميليونو ډالرو ته رسېدلې.
چين او روسيه د نفتو او ګازو په برخو کې یو د بل مهم ستراتيژيک همکاران دي. روسيه د چين د انرژۍ د وارداتو لومړنۍ سرچينه ده.