د امريکا استازو جرګې د کپېټل هېل د شخړو راپور خپور کړی
CMG2022/12/26 11:45:55
شريکول:

د امريکا د استازو جرګې د شخړو څېړنيزې کمېټې په دې وروستیو کې د کپېټل هېل راپور خپور کړی او مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې پکې تورن کړی دی.

د امريکا د استازو جرګې د شخړو څېړنيزه کمېټه ۷ ډیموکراتيک او ۲ جمهوري غوښتونکي غړي لري.

يادې کمېټې ډونالډ ټرمپ د کانګرېس د رسمي پروسې پر مخنيوي، امريکا ته په دوکې ورکولو، ناسمو بیانونو او د یادغيانو په هڅولو تورن کړی دی.

سي اېن اېن وايي، که پر ډونالډ ټرمپ ياد جنایتونه ثابت شي، نو له ۱۰ کالونو څخه په زیات بند محکوم کېدای شي.