د نيپال ولسمشرې بدهيا دیوي بهاندري د ډسمبر په ۲۵مې نېټې د دغه هېواد د کمونېست ګوند مشر پراچاندا د نوي حکومت د لومړي وزير په توګه ټاکلی دی.
د نيپال ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ویلي، چې ولسمشرې بدهيا دیوي بهاندري د دغه هېواد له اساسي قانون سره سم پراچاندا د نوي لومړي وزير په توګه ټاکلی دی.
د نيپال اساسي قانون وايي، چې ولسمشر به هغه کس د هېواد د لومړي وزير په توګه ټاکي، چې په ولسي جرګې کې يې ډېرې رایې ترلاسه کړې وي.
د نيپال د کمونېست ګوند مشر پراچاندا د دغه هېواد د ولسي جرګې له ۲۷۵ غړو د ۱۶۹ ملاتړ خپل کړی او له ۱۳۸ رايو څخه يې ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.
د مالوماتو له مخې، پراچاندا به د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې په ماسپښين د نیپال د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.