د چين د سمندري ځواکونو لومړۍ ډله د ٢٠٠٨م کال د ډسمبر په ٢٦مه نېټه عدن خليج ته ولاړه او هلته يې خپل ماموريت پېل کړ.
د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر ٢٦مه نېټه، په عدن خليج کې د چين د سمندري ځواکونو د ماموريت د پيل له څوارلسمې کاليزې سره برابره ده.
په عدن خليج او د سوماليا په اوبو کې د سمندري غلو ځانګړو فعاليتونو او د سمندر امنيتي وضعيت ته په کتو، د چين سمندري ځواکونو خپل ماموريت په بريالیتوب بشپړ کړی دی.