امريکا دې پر ناسمې او خطرناکې لارې ټينګار نه کوي
CMG2022/12/26 15:51:51
شريکول:

امريکا د ۲۰۲۲م کال په پای کې يو ځل بيا له اور سره لوبه وکړه.  د امريکا ولسمشر جوبايډن د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه د ۲۰۲۳م مالي کال د دفاعي صلاحيت قانوني مسوده (NDAA) لاسليک کړې او قانوني بڼه یې ورکړې ده. د دغې مسودې په محتوياتو کې پر چين ډېر بې اساسه تورونه لګول شوي او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته يې ډېر ناسم پيغام پکې ورکړی دی. ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۳م کال NDAA د امریکا پر خپلو کورنيو چارو تمرکز کوي، خو اوس يې نړيوال قانون له پامه غورځولی او له واقعيتونو سره سره يې بيا هم د چين خطر تيوري خپره کړې او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې بربنډه مداخله کړې ده. په تېره بيا په دې مسوده کې د تايوان مسئله يادول شوې او ويل شوي چې د امریکا حکومت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د چین له تايوان سيمې سره د ۱۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وکړي او ۲ ميليارډه ډالره پوځي پورونه به ورکړي او پر دې سيمې به د وسلو پلور چټک کړي. له شک پرته امريکا هڅه کوي چې د تايوان تنګي د دواړو خواوو ترمنځ تقابل راوپاروي او د جګړې اور ته انرژي ورکړي، د امریکا له دغو کړنو څخه څرګندېږي، چې دغه هېواد د تايوان تنګي د سولې خرابوونکې او د خطر جوړوونکې ده.

چين او امریکا په ۱۹۷۲م کال کې ((د شانګهای ګډه اعلاميه)) او په ۱۹۷۸م کال کې يې د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو اعلاميه خپره کړې او بيا وروسته يې په ۱۹۸۲م کال کې (( ۸.۱۷ ګډه اعلاميه )) خپره کړه. په دغو سندونو کې په ډاګه شوې، چې نړۍ يوازې يو چين لري او تايوان د چين يوه برخه ده او د چين ولسي جمهوري حکومت د دغه هېواد يوازینی قانوني حکومت دی. د (( ۸.۱۷ ګډې اعلاميې )) له مخې، امريکا ژمنه کړې چې پر تايوان به د وسلو د پلور لپاره اوږدمهاله پاليسي غوره نه کړي او پر دې سيمې به د وسلو د پلور اندازه ورو ورو کمه کړي او له يوې مودې وروسته به دغه مسئله حل کړي. خو امريکا خپله دا ژمنه نه ده پوره کړې او برعکس يې له دې ژمنې څخه سرغړونه کړې ده.

نيمه مياشت وړاندې، د جوبايډن حکومت پر تايون د وسلو د پلور اووم پلان اعلان کړی او د ۲۰۲۳م کال د دفاعي صلاحيت په پلان کې يې له تايوان سره د زياتو پوځي مرستو اړوند محتويات اضافه کړي دي چې دغو کړنو يې د يو چين پېژندنې له اصل او د دواړو هېوادونو ترمنځ له لاسليک شوو ګډو اعلامیو څخه سرغړونه کړې او د دې ښودنه یې کړې چې امريکا د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې له دې لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د چين او امريکا ولسمشرانو په تېره مياشت کې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې سره ملاقات وکړل او چيني لوري په دغو ملاقاتو کې څرګنده کړې، چې د تايوان مسئله د چين له مرکزي ګټو څخه ده او د چين او امريکې ترمنځ د سياسي اړيکو پر بنسټ تړلې ده. جوبایډن په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې حکومت يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او له چين د تايوان له بېلتون سره مخالفت کوي، دغه راز له چين سره د اړيکو پرېکون او د چين د اقتصادي پرمختګ مخنيوی نه غواړي.

داسې ښکاري چې د امریکا خبرې او کړنې يو له بل سره په ټکر کې دي او خپل سياسي باور ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

چين او امریکا دې د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې پلې کړي او د خپلمنځي اړيکو د راتلونکي ثابت او سالم پرمختګ لپاره دې زمينه برابره کړي.

تايوان د چین د ځمکني بشپړتیا نه بېلېدونکې برخه ده او د دې سيمې چارې د چينايانو خپلې چارې دي او هېڅ بهرنی قوت باید پکې مداخله ونه کړي.

د چين ځواکونو د ډسمبر په ۲۵ مه نېټه د تايوان ټاپو په شاوخوا سمندري سيمه کې د امريکا يادو کړنو ته په غبرګون کې پوځي تمرين پيل کړی او له امريکا يې غوښتي چې پر ناسمې او خطرناکې لارې باید ټينګار ونه کړي او د يو چين بېژندنې اصل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو مراعات دې وکړي.