په امریکا کې واورين توپان ۳۵ کسان وژلي
CMG2022/12/26 15:19:32
شريکول:

د امریکا اېن بي سي (NBC) خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ډسمبر تر ۲۵مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د سخت توپان له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي. 

دغه توپان د اوهايو، نيويارک، کولوراډو او اېلينویس په ګډون د امريکې ۱۲ ایالتونه سخت ځپلي او ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

راپورونه وايي، چې د سخت واورين توپان له امله د امریکې د اوهایو ایالت پر لویې لارې دوه ترافیکي پېښې شوي، چې له امله یې ۸ کسان وژل شوي او په نیویارک کې بیا د سختې واورې له امله ۷ کسان مړه شوي دي.

 د نیویارک ایالت مشرې کیسي هچور د ډسمبر په ۲۵مه نېټه له ځايي وګړیو غوښتي، چې په کورونو کې پاتې شي.

 (هیله)