شي جين پينګ د چين د ختيځو هنرونو هنري ډلې ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2022/12/26 10:39:11
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۴مې نېټې د چين د ختيځو هنرونو هنري ډلې(China oriental performance arts group) هنرمندانو ته ځوابي پیغام لیږلی دی.

نوموړي په پیغام کې د چين د ختيځو هنرونو هنري ډلې څخه غوښتي، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه خپره کړي او د سوسياليستي کلتوري هېواد د جوړولو لپاره نوي خدمتونه وکړي.

شي جين پينګ په پیغام کې ويلي، چې سږ کال د چين د سندرو او نڅا ډلې د جوړېدو له ۷۰مې کليزې او د چین د ختیځ د سندرو او نڅا ډلې د جوړېدو له ۶۰مې کلیزې سره برابر دی او ټولو هنرمندانو ته یې د زړه له کومې د یادو هنري ډلو د جوړېدو د زوکړو مبارکي ويلې ده.‌ 

 شي جين پينګ زیاته کړې، چې د چين هنري ډلو په تېرو کلونو کې د چین د کمونېست ګوند هنري تګلارې جديپلې کړي، ډېر ښه ادبي او هنري اثار يې جوړ کړي او د ادبياتو او هنر د سمسورتيا او پرمختګ او د بهرنيو کلتوري تبادلو په برخه کې يې مثبت رول لوبولی دی.