په چین کې د اوسپنیزو لارو نوې نقشه پلې کيږي
CMG2022/12/26 15:34:12
شريکول:

د چین د اوسپنیزو لارو شرکت د ډسمبر په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې د روانې میاشتې د ۲۶مې نېټې د شپې له ۱۲ بجو څخه به په ټول هېواد کې د ۲۰۲۳م کال د اوسپنیزې لارې د لومړۍ ربعې نقشه پلې کوي.

خبر وايي، د چین د اوسپنیزو لارو شرکت د نقشې تر تنظیم وروسته به په ټول هېواد کې ۶۰۴۶ اورګاډي تګ راتګ پېل کړي، چې د اورګاډو د تګ راتګ دغه شمېر د اوسنۍ نقشې په نسبت ۶۳ ځله زیات دی.

د نوې نقشې په پېلېدو سره به په ټول چين کې د بار وړونکو اورګاډو شمېر ۱۰ زرو او ۸۹۴ جوړو ته پورته شي، چې د پخوا په نسبت به ۵۰ جوړې زیاتې وي.

د دې ترڅنګ د چین په مرکزي او لوېديځو سیمو کې به څو نوې اوسپنیزې لارې هم پرانیستل شي او د سیمې د سمسورتیا لپاره به خدمتونه وکړي.

(هیله)