تهران: الشباب ډلې ۱۴ ایراني کب نیونکي خوشې کړل
CMG2022/12/26 10:38:11
شريکول:

 د ايران تسنيم اژانس د ډسمبر په ۲۵مې نېټې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزات په قول خبر ورکړی، چې الشباب ډلې هغه ۱۴ ايراني کب نيوونکي خوشې کړي، چې ۸ کاله مخکې یې سومالیې ته نږدې په نړیوالو اوبو کې نیولي وو.

 خبر وايي، د ایران بهرنیو چارو وزارت د دغو کب نیونکو د ژغورلو لپاره ډېرې ډیپلوماتیکې هڅې کړي او ياد کسان د روانې میاشتې د ۲۴مې نېټې په شپه د سومالیا له پلازمېنې موګادیشو څخه د ایران پلازمېنې تهران ته ستانه شوي دي.

 خبر زياتوي، الشباب وسله والو په ۲۰۱۵م کال کې سومالیا ته نږدې په نړیوالو اوبو کې ياد ایراني کب نيوونکي نیولي او بیا یې نامالوم لوري ته وړي وو.

 الشباب یوه ترهګریزه ډله ده، چې له القاعدې سره نیغ تړاو لري او په دې وروستیو کلونو کې یې څو څو ځلې په سومالیې او نورو ګاونډیو هیوادونو کې ترهګریز بریدونه کړي دي.