تاس خبري اژانس د ډسمبر په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دغه هېواد له دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې حکومت يې د اوکراين په شاوخوا کې د وضعيت په اړه له خبرو اترو ډډه نه کوي او غواړي چې له ټولو اړوندو خواوو سره خبرې وکړي.