د چين ختيځ هوايي شرکت د ډسمبر په نهمه نېټه د نړۍ لومړۍ لويه ((C919)) الوتکه ترلاسه کړه او د روانې میاشتې په ۲۶مې نېټې به يې سل ساعته ازمویښتي الوتنه پيل شي.
د الوتکې د سل ساعته مزل په ترڅ کې به د الوتکې خوندیتوب، امنیت، د ساتنې اعتبار او بېلا بېل عملياتي توان تاييدشي.
((C919)) الوتکه به د ۲۰۲۳م کال په پسرلي کې د چين د ملکي هوایي چلند ادارې تنظیمي اړتیاوې پوره کړي او د مسافرینو د لېږد رالېږد په چارو کې به وکارول شي.