د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ډسمبر په ۲۶مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد یې په تور سمندرګي کې د ۵۸ ميليارډو متر مکعب په اندازې د طبيعي ګازو نوې زېرمې کشف کړې دي.
نوموړي ويلي، چې ترکیې په تور سمندرګي کې طبیعي ګاز کشف کړی او دغې چارې یې په نژدې سیمو کې د طبیعي ګازو د نویو سرچېنو د راتلونکي اکتشاف بنسټ هم برابر کړی دی او دده په وینا، هېواد به یې ډېر ژر د طبیعي زېرمو د نوي اکتشاف کارونه پیل کړي.
د اردوغان په وينا، هېواد يې تراوسه پورې په تور سمندرګي کې د ۷۱۰ میلیارډه متره مکعب په اندازه د طبیعي ګازو زېرمې کشف کړې دي.
ترکيه موخه لري، چې د تېلو او ګازو په برخه کې پر ځان بسیه شي. (ژباړه: شکريه)