د روسیې مرستيال صدراعظم: په۲۰۲۲م کال کې د روسیې د طبیعي ګازو صادرات ۲۵ سلنه کم شوي
CMG2022/12/27 11:44:12
شريکول:

د روسیې مرستيال صدراعظم نوواک تاس خبري اژانس ته ویلي، چې په۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد د طبیعي ګازو د صادراتو اندازه د ۲۰۲۱م کال د صادراتي اندازې په پرتله ۲۵ سلنه کمه شوې او تولیدي اندازه يې ۱۲ سلنه کمه شوې ده.

نوموړي ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د تېلو تولیدي اندازه د ۲۰۲۱م کال د همدې اندازې په پرتله ۲ سلنه زياته شوې او عمومي اندازه يې ۵۳۵ ميلیونه ټنو ته رسېدلې ده. په همدې کال کې د دغه هېواد د تېلو د صادراتو اندازه د ۲۰۲۱م کال په نسبت ۷.۵ سلنه زياته شوې او عمومي اندازه يې ۲۴۲ ميليونو ټنو ته پورته شوې ده.

نوواک په ټينګار ويلي، چې په ۲۰۲۳م کال کې به د انرژۍ په بازار کې ډېر نامعلوم وضعيت روان وي، خو دده په وينا نړیوال بازار لا هم د روسیې د انرژۍ تولیداتو ته اړتيا لري. (ژباړه: شکريه)