د چین د دولتي شورا د کرونا وبا د وقايې او مخنیوي ګډ میکانیزم د بهرنیو چارو ګروپ د ډسمبر په ۲۷مې نېټې د خلکو د تګ راتګ د اسانتيا لپاره نوي لنډمهالي تدبیرونه اعلان کړي او د راتلونکي ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له ۸مې نېټې څخه به يې پلي کړي.
چين ته د تګ راتګ لنډمهالي تدبیرونه:
۱ـ له بهر څخه چین ته د تلونکو کسانو د کرونا ټېسټ پایله باید منفي وي او دا ټېسټ باید د سفر تر پېلېدو ۴۸ ساعته دننه شوی وي.
۲ـ چین ته تلونکي کسان د ګمرکي تشريفاتو له بشپړېدو وروسته د کرونا ټېسټ ته اړتيا نه لري او که ځيني کسان د کرونا وبا نښې نښانې ولري، نو د چين ګمرکي ادارې به ورته د ناروغۍ ټېسټ کوي.
۳ـ چين پر بهرنیو پروازونو لګیدلي بندیزونه لغوه کوي او دغه هېواد ته به د پروازونو شمېر ګام په ګام زیات شي.
۴ـ د چين حکومت به د سوداګرو، محصلينو او په چين کې د مېشتو کورنيو د غړو لپاره د وېزو اسانتياوې برابرې کړي.
برسير پر دې، چينايان به هم بهرنيو هېوادونو ته عادي تګ راتګ پېل کړي.
(هیله)