د نایجريا هوايي ځواکونو د بوکو حرام تر ۱۰۰ زيات وسله وال وژلي
CMG2022/12/27 11:03:22
شريکول:

د نایجريا دفاع وزارت د ډسمبر په ۲۵ مې نېټې په يوې اعلاميې ويلي، چې هوايي ځواکونو یې د دغه هېواد په شمال ختيځ بورنو ایالت کې د پوځي عملياتو پر مهال د بوکو حرام افراطي ډلې تر ۱۰۰ زیات وسله وال وژلي او د دغې ډلې هغه دسيسه، چې په رخصتيو کې یې د بريد پلان درلود، شنډه کړې ده.

اعلاميه وايي، د نايجريايي ځواکونو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو، چې د بوکو حرام  وسله وال د بورنو ایالت په باما سيمه کې راغونډ شوي او پر سلامشورو بوخت دي، چې د کريسمېس او نوي کال په رخصتيو کې پر عامو وګړو بريدونه وکړي.

د نايجريايي ځواکونو جنګي الوتکو د بوکو حرام وسله والو پر پټنځایونو هوايي بريدونه کړي او تر ۱۰۰ زيات کسان يې وژلي دي.