سلګونه کډوال د امريکا د مرستيالې ولسمشرې کور مخې ته راغونډ شوي
CMG2022/12/27 11:45:21
شريکول:

سلګونه کډوال د ډسمبر د ۲۴مې نېټې په ماښام د امریکې د پلازمېنې واشنګټن په شمال لوېدیځ کې د دغه هېواد د مرستیالې ولسمشرې کماله هاریس کور مخې ته راټول شوي وو.

دغه کډوال واشنګټن ته په بسونو کې تللي او د ډسمبر د ۲۴مې نېټې په ماښام د کماله هاریس کور مخې ته رسیدلي دي.

د مالوماتو له مخې، یاد کډوال له مرکزي امریکا او کارابین سيمې څخه واشينګټن ته تللي دي.

تر اوسه مالومه نه ده، چې دغه کډوال څنګه او د چا په مرسته واشنګټن ته رسیدلي دي، خو ډېری کډوال چې نرۍ جامې یې پر تن وې، د کماله هاریس کور مخې ته په سختې سړې هوا کې له موټرونو راښکته شول.

د کډوالۍ ستونزې له اوږدې مودې راهیسې په امريکا کې توده مسئله ګرځېدلې او همدا د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د سیاسي مبارزې یوه مهمه موضوع هم وي.

(ژباړه: شکريه)