د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د هېوادپالنې روغتیا کمپاين د ۷۰ مې کليزې په درشل کې وينا کړې او ويلي يې دي، چې په چين کې له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د هېوادپالنې روغتيا کمپاين د واکمن کمونېست ګوند په مشرۍ او د خلکو د روغتيا په محور روان دی او د ښارونو او کليو د چاپېريال د ښه والي، او د لویو وباوو د کابو کولو او د روغتيايي چارو د اداري سويې د لوړولو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي ویلي، په چين کې اوسمهال د کرونا وبا کابو کول له نويو حالاتو او نويو دندو سره مخامخ شوي او د هېواد پالنې روغتيا کمپاين ته یې هدایت کړی، چې خلک روغتيا ساتنې او پوهې ته وهڅوي، څو ژوند او روغتيا یې ښه وساتل شي.