د لوېديځو هېوادونو ناسم نظرونه
CMG2022/12/27 14:54:39
شريکول:

له روان کال راهيسې، د امريکا په ګډون د لوېديځو هېوادونو يو شمېر سياسي او اقتصادي قوتونو له رسنيو سره يو ځای د دوی تصدۍ دې ته هڅولې چې له چين لاره بېله کړي او کله نا کله يې ويلي چې د چين اقتصادي بدلونونه اندېښمنوونکي دي.

د یادې څرګندونې سرچینه د ځینو خلکو هغه فکر دی چې دوی د غیر لوېدیځو هېوادونو بریا نشي زغملي او چین ته د همکار پر ځای د سیال په سترګه ګوري. 

د چین او امریکا د مطالعاتو په اړه د فکري بنسټ لوړپوړي څېړونکي سلاب ګوپتا وویل، یو شمېر لوېدیځو هېوادونو د چین د مخنیوي لپاره د جلا او انزوا تیوري ته وده ورکړې، خو اوس لوېديځ هېوادونه او چين ډېرې ګډې ګټې لري او دا د ټولو خواوو په ګټه نه ده چې چين ته د یوه سیال په سترګه وکتل شي. 

 د اقتصادي پرمختګ په مسئله کې، د امریکا په شمول لوېدیځو هېوادونو تل ادعا کړې چې د لوېدیځ ماډل یوازنیپرمختیایي حقیقت دی او هڅه یې کوله چې د نورو هېوادونو د پرمختګ د کنټرول له لارې ګټه تر لاسه کړي. که نور هېوادونه دا رد کړي، دوی به بدنام او ګوښه شي او د "غیر بازاري اقتصاد" او "تحریف سیالۍ" په توګه به لیبل کېږي.

 چين د خپلو ملي شرايطو او د نړۍ له حالاتو سره سم د بازار قواعد مراعات کړي او په برياليتوب سره يې د چيني شکله عصري کېدو پرمختيايي لار موندلې چې نړۍ کې د هغو هېوادونو او سیمو لپاره نوی انتخاب برابروي، کوم چې هيله لري د پرمختګ بهیر چټک کړي او خپله خپلواکي وساتي.

د چين د وارداتو پنځم نړيوال نندارتون د روان کال په نومبر کې تر سره شو چې د څه د پاسه ۲۰۰ امريکايي تصديو په ګډون د ۱۴۵ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو ګډونوال يې راجلب کړل. دا د سوداګرۍ ساتنې په مقابل کې د اقتصادي نړیوال کېدو د انعطاف او خوځنده ځواک د ښودلو لپاره یوه بله بڼه ده. 

 د نوموړو لوېدیځو سیاستوالو او رسنیو په پرتله،‌ نړیوال شرکتونه په فعاله توګه د چیني بازار هرکلی کوي. د امريکا اوچين د سوداګرۍ د ملي کمېټې ریيس کريګ الن وويل، امريکايي تصدۍ په دې وروستيو کلونو کې په دغه نندارتون کې د ګډون له لاسته راوړنو څخه ډېر خوښ دي او غواړي چې د نندارتون ساحه پراخه کړي.

  د چين او لوېديځو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې لا هم ژورې شوې دي. د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د چين او امريکا ترمنځ سوداګریزه اندازه په ۲۰۲۱م کال کې ۴۸۸۰ میليارډو يوانو ته رسېدلې چې دا رقم د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۲۰،۲ سلنه زيات شوی دی. د روان کال په لومړيو ١١ مياشتو کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګریز حجم ۴۶۲۰ میلیارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۸ سلنه زيات شوی، دغه راز د چين او اروپا ترمنځ سوداګریز ارزښت ۵۱۷۰ میلیارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه زيات شوی دی. چين د اروپايي ټولنې تر ټولو ستر سوداګريز ملګری پاتې شوی او اروپايي ټولنه د چين دويم ستر سوداګريز همکار پاتې شوی دی.

 حقایقو ثابته کړې چې نړیوال اقتصاد یوه "ټولنه" ده، او د ګډو ګټو پر بنسټ د بېلابېلو اقتصادونو ترمنځ همکارۍ د پرمختګ له اړتياوو سره سمون لري. لکه څنګه چې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکي ورنن سمیټ ویلي،‌ ټول هغه هېوادونه چې د سوداګرۍ د پراختیا هڅه کوي، تل ګټونکي وي.

 له څو لسيزو راهيسې،‌ د چين د اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا بهير نه يوازې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ګټلو بهير دی، بلکې "د چين د ګواښ تيوري" په ګډون د لوېديځو هېوادونو د بېلا بېلو ناسمو نظرونو د پرله پسې افلاس بهير هم دی.‌