بېجينګ: په ۲۰۲۲م کال کې د يوه کمربند او يوې لارې ګډو همکاريو ثابت پرمختګونه کړي
CMG2022/12/27 10:56:37
شريکول:

د نايجريا په جنوب لوېديځ لاګوس ښار کې د لايټ يا سپکې رېلوۍ لومړۍ پروژه، چې د چيني تصديو په همکارۍ جوړه شوې، پدې وروستيو ورځو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او پدې سره د لوېدیځې افريقا لومړۍ برېښنايي لايټ رېلوۍ جوړه شوه.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۲۶ مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د يادې پروژې بشپړېدل به د سيمې ترافيکي ستونزې کمې او ځایي خلکو ته به د تګ راتګ اسانتياوې برابرې کړي او د اقتصادي ودې په پياوړتيا کې به مرسته وکړي.

نوموړې وویل، چې په روان ۲۰۲۲م کال کې د يوه کمربند او يوې لارې ګډو همکاریو ثابت پرمختګونه کړي او ډېر ښه زيري يې ورکړي دي. د ماو نينګ په وينا، په روان کال کې نورو پنځو هېوادونو له چين سره د يوه کمربند او يوې لارې د ګډو همکاريو سندونه لاسليک کړي دی.

د مالوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د يوه کمربند او يوې لارې له همکارانو سره د چين په سوداګريز ارزښت کې له ستونزمنو حالاتو سره سره بيا هم ٪ ۲۰.۴ لوړوالی راغلی دی.

 د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډو د تګ راتګ شمېر او د ليږدول شوو کنټينرونو شمېر په جلاجلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله  ٪ ۱۰ او ٪ ۱۱ زياتوالی ښيي او دغه راز په روان کال کې د اسيان لومړۍ چټکه رېلپټلۍ هم په ازمويښتي ډول فعاله شوې، د کمبوډيا لومړۍ ګړندې لار، د کرواتیا پيلساڅ پل او د پاکستان کروټ د اوبو برېښناکوټ په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

ماونینګ زیاته کړه، چې راتلونکی کال به د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د مطرح کېدو لسمه کلیزه وي او چين غواړي له بېلابېلو خواوو سره د دې وړانديز د پلي کولو لاسته راوړنې او تجربې راټولې کړي او د نوي پرمختګ نقشه وپنځوي.