چين: د ايران د اټومي تړون ښکېلې خواوې دې پر خبرو اترو ټينګار وکړي
CMG2022/12/27 10:50:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۲۶ مې نېټې د دغه وزارت په یوې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې د ايران اټومي هراړخیز تړون ته د ورګرځېدو خبرې اترې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي.

نوموړې یاد تړون ته د ورګرځېدو د خبرو اترو وضعيت پيچلی او سخت یاد کړی، خو هوکړې ته د رسېدو امکان یې هم نږدې بللی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزیر امیر حسین عبدالهيان د ډسمبر په ۲۳ مې نېټې پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې هغه د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړپوړي استازي جوس بوريل سره خبرې کړي او د ایران اټومي تړون ته د بېرته ستنېدو د خبرو اترو د وروستي ګام  په اړه یې ورسره هوکړه کړې ده. د عبدالهيان په وينا، دواړو خواوو باور ښودلی، چې د خبرو اترو د چانس کړکۍ به تل خلاصه نه وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په يادې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې د ایران د اټومي تړون ښکېلې خواوې دې د خبرو اترو پر اساسي لوري ټينګار ولري او زياتې ډيپلوماتيکې هڅې دې وکړي ، څو دغه هراړخیز تړون ژر بېرته عادي مدار ته وګرځي.