سان يا
CMG2022/12/27 15:13:26
شريکول:

په چین کې د کرونا وبا د مخنيوي او کابو کولو د نويو تدبيرونو په پلي کېدو سره، د دې هېواد د بېلابېلو ځايونو اقتصادي چارې بیا غوړېدلي او په بازارونو کې یې د خلکو ګڼه ګوڼه مخ په ډېرېدو ده.

د چين د های نان ولايت په سان يا ښار کې سيلانيزې چارې بيا سمسورې شوي او ډېری خلک د دغه ښار مارکيټونو او سمندرغاړې ته ځي.