تهران: ریاض سره د رسمي اړیکو د بيا پيل په پار خبرو اترو ته دوام ورکوو
CMG2022/12/27 11:47:00
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د ډسمبر په ۲۶مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير امير حسین عبداللهيان او د سعودي عربستان خارجه وزير فيصل بن فرحان د اردن په پلازمېنې عمان کې د بغداد د همکاريو او مشارکت په دوهم کنفرانس کې ښې او مثبتې خبرې کړې دي.

کنعاني ويلي، ایران چمتو دی، چې له سعودي سره خبرو اترو ته دوام ورکړي، څو د سيمې دوه مهم هیوادونه خپلې رسمي اړیکې بیا پیل کړي.

نوموړي ويلي، چې ايران او سعودي پر عراق باور لري او د دغو دواړو هېوادونو د خبرو نوي پړاو ته د مناسبو شرايطو د رامنځته کولو په پار د عراق هڅې ستايي او هرکلی یې کوي.

 (ژباړه: شکريه)