د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ډيموکراتيک ژوند غونډه تر سره کړه
CMG2022/12/28 17:44:12
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ډسمبر له ۲۶مې تر ۲۷مې نېټې پورې د ډيموکراتيک ژوند غونډه تر سره کړه، چې غړو يې د دغې بيورو د کارونو لاسته راوړنو او د خپلو ځانونو نيمګړتياوو ته کتنه وکړه.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري او وينا وکړه.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په هره برخه کې د سوسياليزم د عصري او پياوړي هېواد د جوړېدو او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د هراړخيزې لا سمسورتيا د رامنځته کېدو پلان ټاکلی او په نوې زمانه او نوي مزل کې د دغه ګوند او هېواد د چارو د پرمختګ موخې روښانه کړې. د شلم ملي کانګرېس د روحیې تطبيق په اوسنۍ او راتلونکې موده کې د دغه ګوند لومړۍ سياسي دنده بلل کيږي.

شي جين پينګ دې ته په اشارې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې د ټاکل شوي پلان پوره کولو لپاره دې ته اړتيا لرو چې د بېلا بېلو کچو مشران او چارواکي خپل مسئوليت پلی کړي او د چارو د نوي پرمختګ لپاره له ډول ډول خطرونو او ننګونو سره مبارزه وکړي.