پوتين د نفتو پر بيو د لوېديځ محدوديت ته غبرګون وښود
CMG2022/12/28 11:36:15
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۲۷مې نېټې يو فرمان لاسليک کړی او د دغه هېواد د نفتو او نفتي توليداتو پر بيو يې د لوېدیځ د محدوديت پرضد ځانګړي اقدامات وضع کړي دي.

د روسيې د قوانينو معلوماتي ویبپاڼې په همدې ورځ د پوتين لخوا لاسليک شوي سندونه خپاره کړي دي. په دغو سندونو کې ليکل شوي، چې روسيه به د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره پر هغو بهرنيو تصديو او شخصيتونو نفت او اړوند توليدات ونه پلوري، چې د سوداګريزو معاملو په قراردادونو کې يې د لوېديځ د محدوديت له ميکانيزم څخه کار اخيستی وي.

د معلوماتو له مخې، د پوتین ياد فرمان به د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه نافذ شي او د اعتبار موده به يې د ۲۰۲۳م کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري.