د چین د نړیوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې (CCPIT) وياندې يانګ فان د ډسمبر په ٢٧مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې دغې کمېټې په دې وروستيو کې په هېواد کې دننه د اقتصادي چارو په اړه يوه سروې ترسره کړې ده.
په يادې سروې کې د څه دپاسه ١٦٠ بهرنيو تصديو او سوداګريزو ټولنو مسؤلينو برخه اخيستې او په چين کې دننه د کرونا وبا د کنټرول تګلارې او اقتصادي چارو د پرمختګ په اړه يې خپل نظرونه وړاندې کړي دي.
د سروې د ۹۱ سلنه بهرنيو تصديو او سوداګريزو ټولنو مسؤلينو په چين کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تګلارو ملاتړ کړی او ۹۹.۴ سلنه بهرنيو تصديو په ۲۰۲۳م کال کې د دې هېواد پر اقتصادي پرمختګ زيات باورښودلی دی.
د سروې ګډونوالو د چين اقتصاد ډېر انعطاف منونکی بللی او ويلي يې دي، چې چين د بازار د پټ توان، صنعتي سيسټم، بنسټيزو تاسيساتو او د سوداګریز چاپېريال په برخو کې د سیالۍ ستر غوره والی لري.