د چين او روسيې د سمندري ځواکونو ګډ تمرين پای ته ورسيد
CMG2022/12/28 12:01:27
شريکول:

د چين او روسيې د ۲۰۲۲م کال ګډ سمندري پوځي تمرين د ډسمبر په ۲۷ مې نېټې د چين په ختيځ سمندرګي کې پای ته ورسېد او د پای مراسم يې په همدې ورځ ترسره شول.

دا له ۲۰۱۲م کال راهيسې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ  ۱۱ م ګډ پوځي تمرين و.

د معلوماتو له مخې، د چين او روسيې سمندري ځواکونو ياد تمرين د ډسمبر له ۲۱ مې تر ۲۷ مې نېټې پورې د چين د جو شان او تاي جو ښارونو ته نږدې په ختيځې سمندري سيمې کې ترسره کړی دی.

د دغه پوځي تمرین د چيني لوري اجرائيه ډايرېکټر او ستر جنرال وانګ يو د چين او روسيې د سمندري ځواکونو ترمنځ یاد پوځي تمرين يوه بله بريالۍ عملي تجربه بللې ده.