سږ کال د شينجيانګ د پنبې توليدي اندازه ۵،۳۹۱ میليونه ټنه ښودل شوې، چې دا رقم د تېر کال په پرتله ۲۶۲ زرهټنه زياتوالی ښيي او د چین د پنبې په ټول توليد کې یې۹۰،۲ سلنه ځای نیولی او تاریخي ريکارډ یې جوړ کړی دی.
د چین د احصايې ملي ادارې د شينجيانګ د تولیداتو څېړنيزې ډلې په ۲۰۲۲م کال کې په شينجيانګ کې د پنبې د کر پراخوالی ۲۴۹۶۹ کیلو متره مربع ښودلی او ويلي يې دي، چې د شينجيانګ د پنبې کر د چین د پنبې د کرلو په مساحت کې یې ۸۳،۲ سلنه ځای نیولی دی.
د مالوماتو له مخې، د چین د احصايې ملي ادارې د سپوږمکۍ له لارې په شينجيانګ کې د پنبې د کر پراخوالی مالوم کړی دی.
شينجيانګ په اوس وخت کې د چین د پنبې د کر تر ټولو لويه او په نړۍ کې د پنبې د توليد مهمه سيمه ده. د شينجيانګ د پنبې توليد د نړۍ د پنبې په سلو کې شل برخه جوړوي او د دې سیمې نژدې نيمايي بزګران د پنبې په توليد بوخت دي.