د کوریا جمهوریت(جنوبي کوريا) عدليې وزارت د ډسمبر په ٢٧مې نېټې د نوي کال(( ٢٠۲٣م)) په مناسبت د بښل شويوکسانو لېسټ اعلان کړی او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر لي میونګ باک نوم هم پکې راغلی دی.
ټاکل شوې نوموړی به د روانې مياشتې په ٢٨مې نېټې له بنده ازاد شي.
د کوریا جمهوریت عدليې وزارت په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د لي ميونګ باک په ګډون ۱۳۷۳ کسانو ته به د ډسمبر په ۲۸مې نېټې بښنه وکړي او له بنده به یې ازاد کړي.
د کوریا جمهوریت رسنيو ويلي، چې لي ميونګ باک ته د روغتيا مسئلې له امله سزا ځنډول شوې وه. خو اوس به نوموړي ته د هغه پاتې ۱۵ کاله بند او د جريمې پيسې معاف شي.