د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټه: د خپل حکومت ټينګ ملاتړ کوو، چې د قانون له لارې خپل حقه حقونه وساتي
CMG2022/12/28 11:35:13
شريکول:

چين پدې وروستيو کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د جنجالونو او شخړو د هواري ميکانيزم ته د خپلو چيپونو او نورو توليداتو پر وارداتو د امریکا د بنديزونو ضد دعوه وړاندې کړې ده.

د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې وياندې يانګ فان د ډسمبر په ۲۷  مې نېټې ويلي، چې یاده کمېټه او د چين د نړيوالې سوداګرۍ ټولنه د خپل هېواد له حکومت څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې د قانون له لارې خپل حقه حقونه وساتي.

ویاندې يانګ فان ويلي، چې امريکې پدې وروستيو کالونو کې ګڼ شمېر چيني تصدۍ او ارګانونه د صادراتو د بنديزونو په لېست کې اچولي او دغه هېواد د خپلو بنديزونو د مقرراتو له لارې هڅې کوي، چې کمپيوټري چيپونو، عصلي کمپيوټرونو او نورو عصري وسايلو او تخنيکونو ته د چين د لاس رسي مخه ونيسي او تخنيکي پرمختګ یې ور وځپي.

نوموړې زیاته کړې، چې امريکې د ملي امنيت د ساتلو په پلمه د سوداګرۍ پروټېکشنيزم روان کړی او د امریکې دغه کړنه يې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اړوندو اصولو څخه سخته سرغړنه بللې او په وينا یې، امریکې د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه ډېر سخت تخريب کړي دي.